ایکنا نیوز د المصري الیوم له قوله راپور ر اکړی،د مسجدالحرام اومسجد النبی (ص) د دیني چارو ادارې د ۱۴۴۶ قمری کال د حج موسم لپاره د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې یوه استثنائي او بډایه پروژه پیل کړې ده، چې کابو ۵ میلیونه مسلمانان به په ټولې نړۍ کې ترې ګټه پورته کړي.
دا طرحه د اعتدال او منځلاري نړیوال پیغام د نړۍ ټولو خلکو ته د رسولو په موخې سره ترسره کیږي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت همدارنګه د حاجیانو د پاملرنې د مرکز د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی، چې د حج په موسم کې به ۲۴ ساعته په ۱۱ بېلابېلو ژبو خدمات وړاندې کوي. دا کار د حاجیانو ټولو پوښتنو، راپورونو او وړاندیزونو ته، په تیره بیا د ټرانسپورټ، استوګنې او خوړو په اړه، سمدستي ځواب ویل تضمینوي.
دا مرکز د تماس مرکزونو په برخې کې د وروستیو ټیکنالوژیو په کارولو سره فعالیت کوي او د تماسونو د ځواب ورکولو اوسط وخت یوازې ۴۱ ثانیې دی،چې د خدماتو د اغیزشیندنې او کیفیت نښه ده.
دا مرکز د حاجیانو لپاره د وړاندې شوو خدماتو د سیسټم یوه مهمه برخه ده. د دې مرکز کاري چاپېریال پرمختللی دی، عملیاتي سیسټمونه ئې تازه شوي او د وړ او روزل شوو کارکوونکو څخه برخمن دی څو د حاجیانو اړتیاوې د سفر په ټولو مرحلو کې، له رارسېدو مخکې تر وتلو وروسته، پوره کړي.
دا مرکز په یوه جامع معلوماتي بانک تکیه کوي چې له ۳۰۰ څخه زیات د عامو پوښتنو ځوابونه پکې شامل دي او ټول راپورونه په دقت سره څاري او د چټک پروسس لپاره ئې اړوندو چارواکو ته لېږدوي.
https://iqna.ir/fa/news/4285597/